اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی) د شهري هوا بازۍ وفاقی وزیر غلام سرور خان وئيلي دي كورونا وائرس وبا په وجه د پی آئی اے د مياشتې خساره 5 اربه روپۍ ته رسيدلې ده ‘ بې شكه زما پشمول د ټولې كابینې احتساب دې وكړې شي چا چې هم دې هيواد ته زيان رسولې هغوي سره به حساب كولې شي ‘ د نیب پلټنو هركلے كوم او غواړم چې زما د 1970ء نه تر 2020ء د ټولو اثاثو تفصیلات ایوان ته وړاندې كړې شي۔ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د كورونا وائرس وبا په موجوده صورتحال بحث كښې د شهری هوا بازۍ وزير غلام سرور خان ووئيل ټوله نړۍ د كورونا وبا ښكار ده او هر يو هيواد كښې ایوی ایشن آپریشن معطل شوے۔ پاكستان كښې هم دغه صورتحال دے۔ ده ووئېل ټوله نړۍ كښې سيلګري ‘ د تبلیغی جماعت وګړي ‘ زدكوونكې او نور يو لاكهه پاكستانیان په دې صورتحال كښې ګهير شوي۔ د هغوي بيرته راوستو لپاره ترجیحات تعین كيږي۔ ده وئېل عمان او یو اے ای څخه بنديوان بلامعاوضه راستنولې كيږي۔ 25 زره پاكستانیان هيواد ته راوستلې شي۔ د فرنټ لائن ډاكټران او طبی عمله په وړومبي دويم لائن كښې د ایوی ایشن عمله د كورونا په ضد جنګيږي تر اوسه زمونږ 17 اهلكار مړه شوي ۔ده ووئيل د امریكې لپاره د ډېرې مودې نه پس بند شوے نيغ په نيغه فلائټ آپریشن بحال شوے۔ ده ووئيل كورونا وائرس وبا صورتحال له امله د پی آئی اے د مياشتې خساره 5 اربه روپۍ ته رسيدلې۔ دا خساره د مياشتې درې اربه روپۍ پاتې شوې وه