اسلام آباد ۔ 10 مئی (اے پی پی) د كډوالو نړيوالې ادارې یو اېن اېچ سی آر وياند قېصر خان وئيلي دي د کوېډـ19 لاک ډاؤن ځپليو افغان كډوالو 36 زره كورنيو ته د كورنۍ په سر د 12 زره روپو وركولو عمل به ډېر زر پېل شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل د کوېډـ19 وباء ټوله نړۍ ځپلې ده۔ د پاكستان حكومت په وخت د لاك ډاؤن كولو پرېكړې سره وباﺀ كنټرول كولو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ په دې لړ كښې د سېفران وزير مملكت نړيوالې ورورولۍ ته د افغان كډوالو مرستې كولو خواست كړې وو چې په نتيجه كښې ئې د جاپان حكومت او اولس لخوا 10 ملین ډالر یو اېن اېچ سی آر ته ددې افغان كډوالو مرستې له راكړې شوي دي۔ ده ووئيل د کووېډ۔ 19 وباء ځپلې د افغان كډوالو 36 زره كورنيو ته په اولني پړاؤ كښې د پاكستان پوسټ د لارې د كورنۍ په سر 12 روپۍ وركولې شي۔ د دې رقم د وركولو عمل به راروانو لس ورځو كښې پېل كړې شي