اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ د هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د وېډيو كنفرنسنګ غونډه وشوه چې پكښې د كرونا وائرس په سوب د پیښ صورتحال او په پارلماني نظام كښې د رامخې ته شوو ستونزو جاج اخستې شوې۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئېل په موجودہ بحران كښئ پارلمان او د اولس ټاكلو نمائندګانو له به بشپړ كردار لوبول وي۔ ده ووئيل هر څو چې مهمه قانون سازي التواء سره مخ ده خو د سېنېټ غونډه رابللو لپاره د موجوده قوانين او ضابطو جاج اخلو۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړو چې قواعد ضابطو او استحقاق لپاره كمېټي به دې د دې مسئلې تفصيلي جاج اخلي او د كمېټۍ د سفارشات په رڼا كښې به د سېنېټ غونډې په اړه پرېكړه كولې شي۔ په غونډه كښې د کرونا وائرس له امله د رامخې ته شوې صورتحال تفصيلي جاج واخستې شو۔ د هاوَس بزنس اېډوائزي کمېټۍ غونډه كښې سناتورانو سيد شبلي فراز، مشاهد اللہ خان، ستارہ اياز، بېرسټر محمد علي سېف، سجاد حسېن طوري، انوارالحق کاکړ، اورنګزېب خان اورکزئۍ، جمال ديني، سراج الحق، بابر اعوان او اعظم سواتي نه علاوه د سېنېټ سېكرټرې ډاكټر اختر نذير ګډون وكړو او ډپټې چيئرمېن سليم مانډوي والا، د مخالفې ډللې مشر راجه محمد ظفرالحق،سناتورانو شېري رحمان، مولانا عبدالغفور حېدري، عثمان خان کاکړ د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔