اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل سره پاكستان كښې د جاپان سفير متسودا کونينوري ليدلي دي ۔ په دې موقع د جاپان سفير ووئيل پاكستان په يو وخت د كرونا وبا او د قحطې ملخانو ډبل مسئلو سره مخ دے۔ ده پاكستان كښې د كرونا په زياتو شوو كېسونو د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل جاپان د كرونا ټېسټنګ استعداد زياتولو لپاره د پاكستان هر ډول ممكنه مرسته كول غواړي او د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره به داروګان او مشينان وركوي