GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزیراعظم عمران خان د نیشنل كوآرډینیشن كمیټۍ غونډې نه پس د خيالاتو څرګندونه

image
APP58-07 ISLAMABAD: May 07 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of National Coordination Committee for COVID-19 on Thursday. APP

اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان (سبا) د خالي ورځې څخه د لاك ډاؤن مرحله وار ختمولو اعلان كولو سره وئيلي دي د لاك ډاؤن په وجه د عام وګړې ژوند مشكل شوے ٬ وړې او د مينځنۍ درجې كاروباری طبقې ، خوارې كښ، دكانداران ، ركشه او د ټیكسی ډرائیورانو پشمول د لاندې او مينځنۍ طبقې وګړي ستونزو سره مخ دي، اولس دې پخپله په اېس او پیز سختۍ سره عمل وكړي، د پولیس په چھاپو وهلو دا مسئله نه حل كيږي، د پبلك ټرانسپورټ په پرانستلو صوبې اندېښنې لري، د هغوي نه غير پريكړې كول نه غواړو، صوبو سره به مشاورت روان ساتلې شي، د نړۍ په مقابله كښې د پاكستان حالات بهتر دي، حالات چې څنګه هم وي په ګډه به ئې مقابله كولې شي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ نیشنل كوآرډینیشن كمیټۍ غونډې نه پس وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په 26 فروری د كورونا وړومبې كیس رامخې ته شوے ؤ ، په 13 مارچ چې كله هيواد كښې 26 كیسونه وؤ نو حكومت د لاك ډاؤن پريكړه وكړه او هغه وخت څخه تر نن پورې حكومت په بيلو غونډو او اولسي غونډو بنديز لګولې۔ ده ووئيل دا وائرس تندۍ سره خپريږي او ډير زر د يو كس نه بل ته لګي، د دې د خپريدو مخنيوي يو حل دا دے چې سماجی فاصله اوساتلې شي۔ ځكه ټولې نړۍ د لاك ډاؤن لاره اختیار كړې ۔ ده ووئېل مونږ هم په خپل هيواد كښې دغسې وكړه خو زمونږ حالات د چین، امریكې او پرمختلليو هيوادونو څخه مختلف دي۔ داسې ښګاريده چې د لاك ډاؤن سره به خوارې كښ ، چھابړی والا، او محنت كشه طبقه كومه چې د 75 نه تر 80 فیصده رجسټرډ هم نه وه ، هغوي به ستوزو سره مخ شي، حكومت سره د هغوي فكر ؤ چې د د غې طبقې به څه كيږي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د ټولې نړۍ جاج اخستلو ، د امریكې غوندې هيواد كښې به د ورځې دوه ٬ دوه زره كسان مړه كيدل۔ دې نه علاوه د نړۍ په نورو پرمختلليو هيوادونو كښې هم زيات كسان د كورونا په وجه مړه كيدل۔ ده ووئېل برتانیه، اسپین، اټاليا كښې زيات كسان مړه شوي۔ پاكستان كښې په صورتحال نظر ساتلو سره مونږ نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) جوړ كړو او اسد عمر مو د هغې انچارج كړو۔ د ورځې په بنياد به غونډه كيدله او صوبو سره به هم رابطه كيده۔ده ووئېل ډاكټرانو سره هم مشاورت روان ؤ او ټوله ډيټا ترلاسه كولو نه پس تجزیه كولو سره به پريكړه كيدله۔ وزیراعظم ووئيل خوش قسمتی دا وه چې زمونږ هيواد كښې د اروپاﺀ غوندې دا وائرس خپور نه شو او شكر په دے چې روغتونونو باندې هم هغسې دباؤ رانغلو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د لاك ډاؤن ختمولو په اړه پرله پسې غور كوي۔ وړاندې مونږ د تعمیرات څانګې پرانستلو پريكړه وكړه او نن مونږ دا پريكړه كړې چې د خالي ورځ څخه به لاك ډاؤن مرحله وار ختمولې شي ځكه چې لاك ډاؤن سره هيواد كښې دكاندار، خوارې كښ ، ركشه او د ټیكسی ډرائیوران، سفید پوش، د مينځنۍ درجې كاروباري طبقه ستونزو سره مخ كيږي او خطر دے چې د هغوي كاروبار په مستقل توګه بند نه شي ۔ وزیراعظم ووئيل لاك ډاؤن ختمولو سره د صورتحال خرابيدو اندېښنه اوس هم شته خو اولس دې د ذمه وارۍ او نظم او ضبط مظاهره وكړي۔ دغسې مونږ په دې تدابير بچ كيدې شو او زيات كسان به هم مړه نه شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د پاكستان د تاریخ تر ټولو لوئې ریلیف پیكیج وركړے ، په څومره تندۍ سره چې مونږ دغه كار كړے د نړۍ پرمختلليو هيوادونو كښې دغسې نه دي شوي۔ ده ووئېل د كورونا وائرس له امله رامخې ته شوي صورتحال سره حكومت لپاره هم ستونزې زياتې شوي۔ ټیكس كښې 35 فیصده كمې راغلې ، برآمدات هم كم شوي دغسې حكومت سره د روپو وړاندې څخه كمې دے ، په دې صورتحال كښې حكومت لاك ډاؤن روان ساتلو سره څومره روپۍ وګړو له وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل ټولې څانګې د پرانستلو تقاضه كوي۔ ده ووئيل لاك ډاؤن په معیشت خراب اثرات مرتب كړې۔ زمونږ د هيواد د معیشت حالت د وړاندې څخه ښه نه دے ، په دې صورتحال كښې نور هم ځپلې كيږي۔ ده ووئېل د هند معاشی حالات زمونږ څخه ښه دي خو بيا هم مونږ د هند څخه زيات لوئې پیكیج وركړے۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ د لاك ډاؤن پرانستلو پريكړه كړې خو اوس به هم د پوهې څخه كار اخستل وي۔ اوس به لاك ډاؤن مرحله پرانستلې شي مونږ به ګورو چې څومره بريالې كيږو او په دې كښې لوئې لاس د اولس دے۔ده ووئېل قام كه د نظم او ضبط څركندونه وكړه او پخپله ئې په اېس او پیز كوم چې ټولو څانګو لپاره مقرر كړې شوي په هغې ئې عمل وكړو نو مونږ به بريالي شو۔ د پولیس به چھاپو وهلو دا مسئله نه حل كيږي، اولس دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔ وزیراعظم ووئيل المان كښې هم زيات كسان مړه شوي خو هلته هم د لاك ډاؤن پرانستلو پريكړه شوې۔د المان چانسلرې ما ته وئيلي دي چې زمونږ اولس د نظم او ضبط څركندونه كوي او هغوي ذمه واري ترسره كوي ، ځكه مونږ د لاك ډاؤن پرانستلو پريكړه كړې او كامياب هم يو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت ځائې په ځائې په اېس او پیز عمل درآمد په اړه زبردستی نه شي كولې ، وګړو له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل كه اولس د حكومت ملګرتيا وكړه نو دا مسئله به حل شي۔ ده په ټائیګر فورس زور راوړو چې اولس كښې د خبرتيا په اړه شعور پیدا كړي او د خوارې كښو د رجسټریشن پشمول نورې مسئلې حل كولو كښې كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې مونږ د يو ذمه وار وګړي په حيث پخپله په یې او پیز او شرائط او ضوابط عمل وكړو او د يو ښه قام په حيث كردار ترسره كړو۔ وزیراعظم ووئيل د پبلك ټرانسپورټ پرانستلو بشپړ اتفاق نه دې رامخې ته شوے، زما په خيال پبلك ټرانسپورټ پرانستل پكار وؤ ځكه چې پبلك ټرانسپورټ عام وګړي استعمالوي او روزګار له تللو لپاره پبلك ټرانسپورټ ته اړتيا وي، دا هغه طبقه ده كوم چې خپل ګاړې نه لري خو د صوبو خدشات دي نو ځكه مونږ د هغوي نه غير پريكړه نشو كولې۔ ده ووئېل نړۍ كښې چرته چرته چې 30، 30 زره كسان مړه شوي هلته ههم پبلك ټرانسپورټ روان دے خو د اېس او پیز د پابندۍ سره ۔ په دې اړه به د صوبو سره مشاورت روان ساتلې شي او په پاكستان كښې به هم اېس او پیز پابندۍ سره پبلك ټرانسپورټ پرانستلو له هڅې كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل كوم پاكستانيان چې بهر ګير شوي هغه هم يوه لويه مسئله ده۔ كه هغوي پاكستان ته راولوو نو بيا به په قرنطینه كښې ساتلې شي او د هغوي به ټیسټ كول وي دغسې مونږ وړاندې څخه دومره آسانۍ نه لرو۔ صوبو سره به په دې معامله هم خبرې كولې شي او په دې تجویز هم غور روان دے چې هغوي په خپلو كورونو كښې قرنطینه كړې شي خو د صوبو په مشاورت سره به په دې اړه پريكړه كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل مور او پلار د خپلو بچو د تعليم په اړه فكر مند ؤ ، د ماشومانو امتحانات هم روان وؤ په دې اړه مهمې پريكړې شوي۔ ده ووئيل دا د پاكستان پشمول ټولې نړۍ لپاره مشكل وخت دے ، مونږ له به روژه كښې دوه ركعت نفل ادا كول وي او بايد د لوي څښتن مننه وكړو چې د نړۍ په مقابل كښې د پاكستان حالات ښه دي خو سباؤن كښې څه حالات هم رامخې ته كيدې شي۔ ده ووئېل حالات چې څه هم وي د هغې به په ګډه مقابله كولې شي۔ ده ووئيل اوس به داسې نه كيږي چې ټول بوجھ په كمزورې طبقه واچولې شي۔ په غریبه طبقه به كم بوجھ اچولې شي۔ كورونا له امله زیاتره هم دغه طبقه متاثره شوي۔ ده ووئيل هيواد كښې د كورونا وباء نه علاوه ټی بی، كینسر په شان خطرناكې ناروغۍ هم شته ، دغسې د ماشومانو ناروغۍ دي ، د څښلو پاكو اوبو وركولو مسئله هم ده، مونږ به د توازن برقرار ساتلو هڅه كوو چې وګړي د كورونا څخه بچ كړې شي او د هغوي ستونزې هم كمي كړې شي۔ وزیراعظم ډاكټر ثانیه نشتر له مباركي وركولو سره ووئيل هغې په لږ وخت كښې د ميرټ د لارې ګڼو كسانو له روپۍ وركړي۔ د وزیراعظم كورونا ریلیف فنډ څخه به د بې روزګارو مرسته كولې شي۔ دې فنډ كښې كه يوه روپۍ اولس جمع كړي نو څلور روپۍ به حكومت وركوي۔ ده ووئيل حكومت د تيرې يوې مياشت په مهال د ډیزل بيعه كښې يو ليټر كښې 43 روپۍ او پټرول كښې 30 روپۍ كمی كړې او په برصغیر پاكستان كښې تر ټولو زيات پټرول او ډیزل په باكستان كښې آرزان دي

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں