پېنډی۔ 12 اپرېل (اے پی پی) هندي ځواك په کنټرول لائن او ورکنګ بائونډرۍ ټول شپه د بې درېغه ډزو كولو لړۍ روانه وساتله چې په نتيجه كښې ئې دوه نور وګړي ژوبل شول۔ د پاك پوځ آئی اېس پی آر ډائرېکټر جنرل مېجر جنرال بابر افتخار ټویټ له مخې هندي ځواك تېره شپه بې درېغه ډزې وكړې٬ چري كوټ سېكټر كښې ئې آبادي په نښه كړه چې په نتيجه كښې ئې د سریاں كلي 35 كلن وګړې ژوبل شو۔ بلخوا د شکر ګړھ سېکټر ننګيال كلي كښې 57 كلن وګړې د هندي ځواك په ډزو ژوبل شو۔ دواړه ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي