سکردو ۔ 12 اپرېل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د اتوار په ورځ په يوه لنډه دوره سكردو ته ورسېد۔ سکردو كښې د غونډې مشري كولو په مهال صدر ووئيل بلتستان ډويژن كښې كوم وګړې د كورونا دلاسه مړ شوې نه دې۔ په 83 رنځورانو كښې د 78 ښه كېدل د بېلو ادارو ترمينځھ د مرستې عكاسي كوي۔ ده ووئيل مونږ ځان سره د ټېسټنګ كټس په شمول مهم سامان راوړلې دې چې ورسره به د كرونا په ضد د كار رفتار لا تند شي۔ اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې علماﺀ كرام دې په د رمضان په مباركه مياشت كښې اجتماعاتو كښې كمي له لائحه جوړه كړي۔ د قامي روغتيا خاص مرستيال لخوا سكردو كښې د كورونا وائرس په صورتحال صدر ته بريفنګ وركړې شو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل چې د كورونا ټېسټ آساني به 5 زره څخه زياتولو سره د ورځې 25 زره ته رسولې شي۔ ده ووئيل وفاق څخه به د اعلی كچې يوه ډله رالېږلې شي كومه به چې بلتستان كښې د وبائي مرضونو جاج اخلي۔ په دې مهال اعلې وزير حافظ حفیظ الرحمن او بلتستان ډویژن كمشنر صدر ته د كورونا صورتحال مقابلې له د صوبائي حكومت په روانو هڅو رڼا واچوله۔ د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسېن مقپون، وفاقی وزیر عثمان ډار، چیئرمین اېن ډی اېم اے لېفټنټ جنرال محمد افضل ، منتظم اعلی تحریک انصاف سېف اللہ خان نیازی، فورس کمانډر ګلګت بلتستان مېجر جنرل احسان محمود او نورو اعلی چارواكي هم غونډه كښې ګډون كولو