اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشی وئيلي دي پاکستان د کرونا وائرس وبا مخنيوي په لړ كښې د چين د تجربو څخه استفاده کوي دغسې پاکستان كښې د چین سفیر ووئيل چین او پاکستان پخپلو كښې ورورولي لري ، په دې سخت وخت كښې به چین د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي، چین به د کرونا وائرس په وبا قابو موندلو كښې د پاکستان سره مرسته روانه ساتي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قریشی سره په پاکستان كښې د چین سفیر یاوَ جنګ د زيارت په ورځ ليدلې دي۔ د خبرو اترو په مهال د کرونا وائرس وباﺀ له امله په رامخې ته شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه اوشوه۔ خارجه وزير د کرونا وائرس وباﺀ چیلنج په ښه ډول مقابله كولو د چین حکومت او اولس له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل زمونږ لپاره د ټولو څخه زياته د خوشحالۍ خبره دا ده چې نن په چين كښې ژوند بحال شوے، ادارو خپل كار پيل كړې، ټرانسپورټ چلېږي ۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل نن ټوله نړۍ د دې وباﺀ مقابلې لپاره د چین ماډل پیروی کوي۔خارجه وزير ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاکستان په مرسته كولو د چين مننه كوو۔ده ووئيل چین د اړخه وركړې شوي آلات به د دې وباﺀ مخنيوي لپاره د پاکستان استعداد زيات كړي۔ شاه محمود قریشی ووئيل د کرونا وائرس وبا مخنيوي په اړه پاکستان د چین د تجربو څخه استفاده کوي۔ د چین سفیر ووئيل چین او پاکستان خپلو كښې ورورولي لري او په دې سخت وخت كښې به چین د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ یاؤ جنګ ووئيل چین به په وبائی چیلنج قابو موندلو له د پاکستان مرسته روانه ساتي