اسلام آباد ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وفاق المدارس والمساجد صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وزيراعظم عمران خان څخه مطالبه كړې ده چې كورونا وائرس او لاك ډاؤن نظر كښې نيولو سره دې مدرسو او جوماتونو ته د څلورو مياشتو يوټېلېټي بلونو څخه استثنی وركړې شي۔ د مرستې په هلو ځلو كښې د مدرسو او جوماتونو د علماﺀ كرامو او مشائخو دې هم خاص خيال وساتلې شي۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې ده ووئيل د كورونا وائرس دلاسه مدرسې او جوماتونه بند دي۔ رجب څخه تر شوال مياشتې به وړاندې شتمندو مدرسو او جوماتونو سره مرسته كوله۔ د روان كال په مهال د وباﺀ دلاسه مدرسې او جوماتونه بند دي څوك راتلې نه شي ځكه د نورو طبقو په ډول مدرسو او جوماتونو سره تعلق لرونكي هم مالي ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل په ناڅاپي صورتحال كښې دې مدرسو او جوماتونو ته د څلورو مياشتو يوټېلېټي بلونو څخه دې استثنی وركړې شي۔ دغسې د حكومت لخوا د ريليف كارونو كښې دې د مدارس عربيه استاذان ٬ علماﺀ ٬ مؤذنين او خطيبان هم شريك كړې شي