اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي د كورونا وائرس مخنيوي له په سم لوري مخ په وړاندې روان يؤ۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان انتظامیې سره پرله پسې تماس كښې يؤ۔ د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان بشپړه مرسته كوؤ۔ د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې 50 څخه زيات قرنطينه مركزونه جوړ كړې شوي۔ د ټېسټنګ صلاحيت مخ په ښه كېدو دے۔ علی امین ګنډاپور ووئيل طبي عملې ته ټول حفاظتي سامان وركړې شوې۔ كورونا وائرس ته ماتې وركولو له به د نظم اوضبط څرګندونه كول وي۔ ده ووئيل په سختو حالاتو كښې به اولس له د حكومت او د روغتيا نړيوالې ادارې په تګلاره سختۍ سره عمل كول وي۔ ده ووئيل پاك پوځ ٬ انتظاميه او نورې حكومتي ادارې شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس مخنيوي له د چين حكومت مرسته د ستائنې وړ ده۔ علي امين ګنډاپور ووئيل په حالاتو مو ژور نظر دے او د كوم هم صورتحال مقابلې له مو تګلاره وضعه كړې ده