GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د فاټا خېبرپښتونخوا سره د انضام بل د كوم بهرني فشار په سبب نه بلكې د سياسي ګوندونو په اتفاق د قامي اسمبلۍ نه منظور شوې

image
APP36-24 ISLAMABAD: May 24 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing a Press Conference on FATA Reforms at PM Office. APP

اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د فاټا خېبرپښتونخوا سره د انضام بل د كوم بهرني فشار په سبب نه دے بلكې د سياسي ګوندونو په اتفاق د قامي اسمبلۍ نه منظور شوې٬د كے پي كے سره د فاټا انضمام د پاكستان مسلم ليګ(ن)د منشور برخه پاتې شوې٬پاكستان په خاص توګه د فاټا اولس لپاره د قامي اسمبلۍ څخه د بل منظوري يو تاريخي كارنامه ده٬مسلم ليګ(ن)نه وړاندې د ټول ټاكنو بائيكاټ كړی او نه به بيا وكړي۔ده د زيارت په ورځ خپل دفتر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔پھ دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬وفاقي وزير جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ٬د قانون وزير زاهد حامد او د فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړې شاه جي ګل آفريدې هم موجود وؤ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او په خاص توګه د فاټا اولس لپاره د قامي اسمبلۍ څخه د بل منظوري يوه تاريخي كارنامه ده۔د فاټا كے پي كے سره ادغام د مسلم ليګ(ن)د مېنډېټ او منشور برخه وه او د فاټا او نورو سيمو اولس هم دغه غوښتل۔قامي اسمبلۍ دا بل په اكثريت منظور كړی چې پكښې 229 غړو د بل ملاتړ كړی۔ده ووئيل حكومت د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې فاټا اصلاحات له كمېټي جوړه كړی وه چې بيا پكښې اعلٰی وزير ٬ګورنر٬د پوځ سرلښكر او نور فريقينو سره د عملدرآمد كمېټي جوړه كړی شوه۔د تفصيلي غور نه پس فريقينو زاړه قبائېلي قوانين د آئين ترمخه بدلولو او قبائېلي سيمه په كے پي كے كښې د ضم كولو لپاره اتفاق كړی۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې ډېره خواري شوې او د ټولو برخو جاج اخستلې شوې۔سل كاله زوړ نظام بدل وو او په دې حقله د كار په لړ كښې ډېرې خبرې رامخې ته شوي او وړاندېزونه مرتب كړی شوي۔وزيراعظم ووئيل د وفاقي كابينې منظورۍ نه وروستو اپوزيشن اعتماد كښې اخستلې شوې۔د ټولو سياسي ګوندونو مننه كوم چا چې د سفارشاتو جاج اخستې او رائے يې وركړي او د كومو چې نن قامي اسمبلۍ د بل په صورت په اكثريت منظوري وركړی۔ده ووئيل نن د هغې عمل ابتدا ده او مونږ به دا مخ په وړاندې بوځو۔دا د يو څو ورځو يا مياشتو عمل نه دے د كلونو خبره ده۔په خاص توګه د فاټا د زلمو مونږ له پھ دې لړ كښې اعتماد ترلاسه كول دي۔ده ووئيل د سرشمېرې ترمخه فاټا كښې د قامي اسمبلۍ 6 چوكۍ جوړیږي خو مونږ د فاټا 12 چوكۍ په ځاې ساتلې او د سېنېټ چوكو له مو تحفظ وركړی۔ده ووئيل په 2021 كښې به څلور او په 2024 كښې به د سېنېټ څلور چوكۍ خالي شي پھ دغې به ټاكنې نه كېږي۔وزيراعظم ووئيل په آرټيكل 246 او 47 كښې بدلون كړی شوې په وړومبۍ مرحله كښې به د سپريم كورټ او هائي كورټ دائره تر فاټا غزولې شي٬د پوليس نظام ٬ د عدالتونو جوړول ٬فيزيكل انفراسټركچر او بشپړ حكومتي نظام به جوړول وي٬اوس چې كوم قانون پاس كړی شوې د اېف سي آر قانون به هم ختم كړو۔ده ووئيل د ځايې حكومتونو ټاكنې به فاټا كښې سږ كال كېږي دغسې فاټا كښې د پرمختيائي كارونو لپاره په لسو كلونو كښې 100 اربه هر كال خرڅ كولې شي دغسې چې دا سيمه د هېواد د نورو برابر كړی شي۔د مولانا فضل الرحمان او محمود اچكزئي د تحفظاتو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې اړه اوږد بحث او ډېر غور شوې٬د فاټا په معامله ټولو ګوندونو رائے وركړي او د ټولو دا رائے وه چې فاټا له د پاكستان د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول پكار دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پارلمان د آئيني بدلون منظورېدو نه پس به صوبائي اسمبلي هم يو ايكټ پاس كوي او كه اوسنۍ اسمبلي پھ خپله موده كښې دغه ايكټ منظورول غواړي نو مسلم ليګ(ن)به يې مرسته كوي ګنې نو بيا به يې بل حكومت كوي۔ده ووئيل دا پريكړه به مونږ ټول په ګډه كوو چې په فاټا كښې 100 اربه هر كال تر لسو كلونو پرله پسې څنګه خرڅ كول دي۔ وزيراعظم ووئېل فاټا چې د كے پي كے برخه شي نو د اېن اېف سي ترمخه به برخه وركړی كېږي دا سپېشل ډوېلپمنټ پروګرام دے چې ترمخه به يې په لسو كلونو كښې 1000 اربه روپۍ وركولې شي۔د آئيني بدلون پھ مهال قامي اسمبلۍ كښې د غړو د شمېرې پھ حقله د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نن د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې ځينو غړو بې پروائي كړی او غونډې له نه دي راغلې ٬ دغسې څه د هېواد نه بهر دي او څه ناروغه دي٬څه نورو ګوندونو ته تلي او چا استعفٰی وركړی بيا هم بل په اكثريت سره منظور شوې٬د سياسي وفادارۍ بدلولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل دغه شمېره ډېره نه ده څو كسانو ګوند پرېښې او د دغه خلكو ماضي او سياسي رويه د اولس په وړاندې ده كوم خلق چې دغسې كار كوي هغوي ته به هېڅ ګټه ونه رسي ځكه چې د پاكستان اولس هغوي ته ګوري۔د لنډ مهاله وزيراعظم د غوره كولو پھ حقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل مخالفې ډلې او حكومت درې درې نومونه تجويز كړي خو په هغې اتفاق نه دې راغلې۔د جمعې يا د ګل په ورځ به پريكړه وكړو چې په دغې كښې يا په كوم بل نوم اتفاق راتللې شي نو سمه ده ګنې بيا به دوه دوه نومونه پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي خو بيا هم معامله ترسره نه شوه نو څلور نومونه به پريكړی له الېكشن كمېشن ته لېږلې شي

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار