GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې د كابینې د اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه

image
APP11-13 ISLAMABAD: May 13 - Adviser To The Prime Minister On Finance & Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing a meeting of the Economic Coordination Committee of the Cabinet (ECC). APP

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د كابینې اقتصادی رابطه كمیټۍ (ای سی سی ) د زراعت پرمختګ او كروندګرو له معاونت وركولو په لړ كښې د څو اربه روپو مالیت پیكج منظوری وركړې ده، د پیكج ترمخه به كروندګرو له په سره زرتلافی وركولې شي، د زرعی قرض د سود شرح كښې كمې، د بيلو تخمونو لپاره د چينجو وژلو داروګانو اخستلو او په ځائې توګه د جوړو شوو ټریكټرو په سیلز ټیكس كښې سبسډی هم په پیكج كښې شامل ده ، د موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ او پاسكو څخه آزاد كشمیر له د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوري هم وركړې شوه ۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ غونډه د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې وشوه۔ د زرعی پیكج د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار (ایس ایم ایز) او زرعی څانګې لپاره د كورونا وائرس وباﺀ اثراتو مخ نيوي لپاره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات ريلېف د امدادی پیكج برخه دے۔ د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزارت د 56.6 اربه روپو مالیت زرعی پیكج تجویز وركړے ؤ خو اقتصادی رابطه كمیټۍ وزارت ته سپارښتنه وكړه چې دا پیكج به د كوچني او مينځنۍ درجې كاروبار او زرعی څانګې لپاره كورونا وائرس وباﺀ اثراتو څخه مخ نيوي لپاره د وزیراعظم د 1200 اربه روپو څخه زيات مالیت امدادی پیكج ترمخه وركولې شي، د وزیراعظم امدادی پیكج كښې اېس ایم ایز لپاره 100 اربه روپۍ بيلې كړې شوي ۔ ای سی سی د اېس اېم ای څانګې له بالواسطه طریقې سره د كیش معاونت په لړ كښې 50 اربه روپۍ پیكج وړاندې څخه منظور كړے، د دې ترمخه 35 لكهه كسانو له د پری پیډ برېښنا آسانۍ وركړې كيږي۔ د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت اړوندو ډلو سره په ګډه چې كوم یكج تيار كړے په هغې كښې كروندګرو له د سرې په اخستلو 37 اربه روپۍ سبسډی وركولې شي۔ په دې كښې ډی اے پی او فاسفیټ سرو په يوه تروړه به 925 روپۍ او د یوریا او نائټروجن سرو په يوه تروړه به 243 روپۍ زرتلافی وركولې شي۔ ای سی سی ته ووئيل شول خریف سیزن كښې 3.04 ملیونه يوريا او 0.95 ميليونه ټنه ډی اے پی د كھپت اندازه ده۔ په زرتلافی سكیم به صوبې عمل درآمد كوي۔ زرعی پیكج ترمخه زرعی قرض باندې به مارك اپ كښې كمي لپاره 8.8 اربه روپۍ او كاټن سیډز او نور تخمونو چينجو وژلو داروګانو له بالترتیب 6 اربه او 2.5 اربه روپۍ بيلې كړې شوي،په دې پیكج كښې د يو كال مودې لپاره په ځائې توګه د جوړو ټریكټرو سیلز ټیكس په لړ كښې 2.5 اربه روپۍ زرتلافی شامله ده۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ 12.5 ایكړه زمكه لرونكو كروندګرو ته رسنې لپاره د زیډ ټی بی ایل سره سره د نورو بانكونو شاملولو په حاجت زور راوړې۔ په غونډه كښې تجویز وركړې شو چې د مارك اپ تعین سټیټ بنك كوي دې لپاره پیكج كښې دې د مارك اپ شرح د سټیټ بنك شرح له مخې معقول كړې شي۔ ای سی سی سكریچ كارډ سسټم لپاره د كوټلې تګلارې وضع كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې حق دارو ته زرتلافی وركول ممكن شي۔په غونډه كښې ووئيل شول د سبسډی نه پس به د سرو طلب زيات شي او دې لپاره د صنعت او پیداوار وزارت وړاندې څخه خبر كړے شوے دغسې چې په دې اړه وړاندې څخه انتظامات باوري كړي۔ د قامی غذائی تحفظ اوتحقیق وزير ای سی سی له باور وركړو چې د سرو باقاعده آف ټیك سبسډائز دې خو د زياتوالې په صورت به اړوند وزارت سره رابطه كولې شي۔ اقتصادی رابطه كمیټۍ د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ ډویژن د اړخه په لائن آف كنټرول نزدې آبادۍ لپاره خاص ریلیف پیكج په لړ كښې د 01 جنوری 2020 راهسې تر 30 جون 2020ئ د مياشتې 12000 روپۍ وركولو د تجویز منظوری وركړه دغسې چې د 01 جولائی نه تر 31 دسمبر 2020ﺀ دغه كورنيو له د مياشتې 2 زره روپۍ وركړې شي۔ په غونډه كښې د دفاع وزارت په تجویز پی او ایل، یوټیلیټیز او میډیكل سټورونو خرڅونو لپاره د 16.6 اربه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړې شوه، د خزانې وزارت په تجویز پاكستان مشین ټول فیكټری ملازمانو لپاره د اكتوبر 2019 نه تر جون 2020 مودې لپاره د تنخاګانو وركولو لپاره د 288 ملیونه روپو ګرانټ منظوری هم وركړې شوې، د قانون وزارت په تجويز ای سی سی فیډرل جوډیشل اكیډیمی ملازمانو تنخاګانو لپاره د 40 ملیونه روپو تكنیكی ضمنی ګرانټ منظوری هم وركړه۔ ای سی سی د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه پاكستان سټیل ملز هیومین ریسورس ریشنلایزیشن د يو تجویز جاج واخست،د دې تجویز ترمخه 8 زره نه تر 9 زره ملازمانو له ریټائرمنټ او په ټرمینیشن 18.74 اربه روپۍ وركولې شي۔ ای سی سی د تجویز په تفصیل جاج واخستلې شو او سپارښتنه وشوه چې پاكستان سټیل ملز منیجمنټ سره به په دې سكیم بيا كار كولې شي،په دې سكیم كښې به زيات ملازمان شاملولې شي او دا تجویز به بيا ای سی سی ته وړاندې كولې شي۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وزارت د اړخه موبائل ډیوائس مینوفیكچرنګ پالیسۍ تفصیلی جاج واخستلې شو، ای سی سی د دې په بيلو اړخونو رڼا واچوله او منظوري ئې وركړه،ای سی سی وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د دې پالیسۍ ځينې خصوصیات او ترغیبات دې لا ښه كړې شي دغسې چې په ځائې توګه موبائل جوړول باوري كړې شي او دې سره سره د هغې برآمد هم ممكن كړې شي۔ ای سی سی د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت په تجویز پاسكو څخه آزاد كشمیر لپاره د 35 زره میټرك ټنه غنمو وركولو منظوری هم وركړه په دې به 1.52 اربه روپۍ خرڅونه راځي او په دې كښې به 50 فیصده روپۍ وفاقی حكومت وركوي۔(SFA/ZIA/2223)

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں