ملتان ۔29 مارچ (اے پی پی) د كورونا وائرس په مهال د اوږد مودې لاك ډاؤن په نتيجه كښې د مالي ستونزو ښكار شويو كورنيو مرستې له بېل سياسي ٬ سماجي او د خېر خېرات ادارې متحرك شوي دي۔ په ملتان ضلع كښې بېلو فلاحي تنظيمونو او سياسي او فلاحي ادارو كور په كور راشن وېشل پېل كړې دي۔ د جماعت اسلامی (ضلع ملتان) ترسېوري لاندې د الخدمت فاؤنډېشن رضاكارانو بېلو ځايونو كښې خلقو ته ماسک، دستانې، سینیټائزر او د مرستې سامان وركړې۔ د جماعت اسلامي (سوئيلي پنجاب) ميډيا کوارډینېټر کنور محمد صدیق او د ده مرستيال حسان اخوانی اے پی پی سره خبرو كښی ووئيل جماعت اسلامي د لاك ډاؤن په مهال ګرد هېواد كښې د 35 كروړه روپو داروګان او راشن ووېشلې دې۔ په ملتان ضلع كښې د الخدمت فاؤنډېش لخوا هم 1000 څخه زياتو كورونو ته د مرستې سامان رسولې شوې دې