اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د پي ټي آئي لارښود او د صوبائي اسمبلۍ غړي جمشېد الدين كاكاخېل په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل ګوند لپاره د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي٬ د ھغه په مرګ مونږ د يو ښه ملګري نه محرومه شوو۔ وفاقي وزير دعا وكړه جې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي