اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي قام د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو هیلتھ پروفیشنلز مننه كوي،دغه زمونږ قامي اتلان دي، د هغوي د خذمات اعتراف يوه تګلاره دا هم ده چې مونږ په اېس او پیز عمل وكړو، ماسك واچوو ، لاسونه اوينځو او هر ځاې سماجی فاصله وساتو۔د ګل په ورځ خیبر پښتونخوا كښې د كووډ ۔ 19 په وجه د ډاكټر اونګ زیب او ډاكټر محمد اعظم خان په مړينه د غم دړډ څرګندونه كولو سره خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل څنګه چې مونږ د دې وبا سره جنګ كوو۔ مونږ دا عزم لرو چې خپل اتلان به نه هيروو۔ ده ووئيل كه مونږ احتیاطی تدابیر اختیار كړو او د رابطو په مهال په اېس او پیز عمل وكړو نو كووډ ۔ 19 وبا له ماتې وركولې شوو۔ ده ووئيل لاس وينځل ، ماسك اچول او سماجی فاصله ساتل ضروری دي