اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ما د تھامس پېكټي كتاب ”کیپیټل ان دی 21 سنچری” يو وارې بيا مطالعه كولو پرېكړې كړې ده۔ زده كړې لپاره بايد تل وخت وويستلې شي ولې چې د زده كړې عمل كه ترك كړې شي نو بيا وړاندې تلل كېدې نه شې۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل ما د تھامس پکیټی په كال 2014 كښې د ليكلي شوي كتاب ”کپیټل ان دی 21 سنچری” يو وارې بيا مطالعه كولو پرېكړه كړې ده او دا كتاب مې كتابتون نه اخستې دې۔ ده ووئېل دې سره سره مې دده د نوي كتاب ”کېپیټل اېنډ آئیډیالوجی” جاری كولو احكامات هم وركړې دي۔ ده ووئيل د اقتصادي پالېسيو له امله د سماجي اثراتو باوجود په آمدن كښې په زياتېدونكي عدم مساوات ماته اندېښنه ده۔ صدر د كتابتون دورې په موقعه ځينې كتابونه هم جاري كړل۔