اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) كشمير لپاره د پارلیمانی كمیټۍ چیئرمین شهر یار خان آفریدی خارجه وزارت كښې د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی سره ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال مقبوضه جمو او كشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه شوې ۔په دې موقع خارجه وزير د پارلیمانی كمیټۍ په چیئرمین جوړېدو شهر یار آفریدی له مباركي وركولو سره ووئيل تيرو 288 ورځو راهسې د مقبوضه جمو او كشمیر 80 لكهه بې ګناه وګړي د هند د كرفیو سره مخ دي۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل د هند عسكر په كشمیریانو تشدد او بربریت كوي،د هند ډومیسائل قوانین او ضوابط كښې د بدلون د لارې د مقبوضه جمو او كشمیر جغرافیائی حیثیت بدلول غواړي۔ ده ووئيل مونږ د هندتوا سوچ لرونكې هندي سركار ناوړه عزائم څخه نړيواله ورورولي پرله پسې خبروو۔ د كشمير كميټۍ چیئرمین شهریار آفریدی په غوره خارجه پالیسی خپلولو او په نړيواله كچه د كشمير مسئله رامخې ته كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی هڅې وستائلې۔ خارجه وزير د فوډ سیكورټی وفاقی وزیر سید فخر امام د كشمير كميټۍ په هيڅ خذمات ستائلو سره هيله څرګنده كړه چې د نوي چیئرمین جوړېدو سره به كشمیر كمیټی لا فعاله شي او كشمیر كاز رامخې ته كولو له به مرستيال وګرځي