اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) خارجه وزىر مخدوم شاه محمود قريشى خپل د بحرېن همڅنګ ډاكټر عبد اللطيف الزياني سره ټېلېفوني تماس نيولے۔ دواړو خارجه وزيرانو د کووېډ 19 په شمول په مهمو سيمه ايزو چارو د مشاورت دوامداره ساتلو ته اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ خپل د بحرين همڅنګ سره ټېلېفوني تماس ونيو۔ د خبرو په مهال د كورونا نړيوالې وباﺀ په صورتحال او د دې مخ نيوي له د سرېكې تګلارې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير خپل همڅنګ ته د روژې مباركې مياشت مباركې هم وركړه۔ ده بحرېن كښې د مېشته پاكستانيانو او هېواد ته د راتللو په طمعه پاكستانيانو په مرسته كولو د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ شاہ محمود قرېشی د بحرېن خارجه وزير موجوده وبائي صورتحال تر مخه د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو معاشي ستونزو څخه د ويستلو او د كمزورو معيشتونو مرستې له د وزیراعظم عمران خان د ”ګلوبل ډېټ ریلیف” وړاندېز څخه خبر كړو۔ د بحرېن خارجه وزير د وزیر اعظم عمران خان د وړاندېز ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔ شاه محمود قرېشی ووئيل په جموں وكشمير كښې روانې پرله پسې كرفيو د 80 لكه كشميريانو ژوند تنګ كړے۔ خارجه وزير خپل د بحرين همڅنګ په اېل او سي د هند لخوا د روانو خلاف ورزيو نه هم خبر كړو۔