اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د دوه ورځو دمې نه وروستو د قومي اسمبلۍ غونډه نن د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ د غونډې نه وړاندې د بجټ سېشن شېډول او د ايجنډې منظورۍ له د قومي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍغونډه هم رابللې شوې ده كومه كښې به چې د ټولو پارلماني ګوندونو نمائندګانو مشاورت سره بجټ څخه وړاندې او بجټ نه وروستو د غونډو د شېډول او ايجنډې منظوري وركولې شي