اسلام آباد 18 ستمبر(اے پي پي) سېنېټ كښې د بېلا بېلو ګوندونو غړو وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ سوچ خاتمې له په قامي بيانيه كښې بدلون ته اړتيا ده ٬ په يوه سلا د قامي بيانيې جوړولو معامله دې د سېنېټ د ټولو غړو كمېټۍ ته وسپارلې شي۔ د پاكستان پوځ په ضرب عضب او ردالفساد عملياتو كښې خپل بشپړ كردار لوبولې۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د قامي اېكشن پلان په رڼا كښې د عسكريت خوښۍ خاتمې له د متبادل بيانيې جوړولو لپاره په روان تحريك بحث كولو سره سناتور فرحت الله بابر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د آئيډياز او ذهنونو جنګ دے كوم چې ګولو او بارودو سره نه شي كېدې ٬ د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ سوچ خاتمې له په قامي بيانيه كښې بدلون ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په سندھ كښې د اېم كيو اېم په لارښود بريد كښې “صفوره ګوټه” سبين او د مشال خان په قتل كښې لوستي كسان شامل دي ۔ ده ووئيل په تېرو دوه درې لسيزو كښې رياست خپله داسې ذهنونو ته وده وركړې ده۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې مونږ قامي بيانيه بدلولو لپاره د ايوان كمېټي جوړ كړو او په دې بحث وكړو٬ د تحريك مقصد دې معاملې ته پام ګرځول دي۔ سناتور میا عتیق ووئيل د اے پي اېس پېښور په پېښه د ټول ګونديز كفرنس په ټولو نكاتو ټول ګوندونه سلا وو٬ نن مونږ دا پوښتنه كوٶ چې په ھغه نكاتو كښې په څومره نكاتو عملدرآمد شوې او د ھغې نتيجې څه رامخې ته شوې دي۔ سناتور علامہ ساجد میر ووئيل د ترهه ګرۍ په پېښو كښې لږ كمې راغلې كومه چې خوشبينه ده٬ د ترهه ګرۍ د بشپړه خاتمې ادعا يو پرمختللې هېواد نه شي كولې خو دې لپاره دې په پاليسو عملدرآمد باوري كړې شي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې له قامي بيانيې ته حاجت دے بايد كمېټي جوړه كړې شي ۔ سناتور جاوېد عباسي ووئيل د قامي بيانيې بدلون له كار ډېر د وړاندې نه پېل كول پكار وو٬ د رائيو اتفاق سره جوړه شوې بيانيه مونږ په سمه لار روانولې شي په دې لړ كښې د ميډيا كردار ته هم اړتيا ده ۔۔ مولانا تنویر الحق تھانوي ووئيل پاكستان پوځ په ضرب عضب او ردالفساد عملياتو كښې خپل بشپړ كردار لوبولې٬ د ترهه ګرو سهولت كار په دې هېواد كښې دي د ھغوي په ضد هېڅ كاروائي نه ده شوې٬ د علماٶ لويه برخه ده څوك چې په دې لړ كښې مثبت سوچ لري خو ھغوي نه پروموټ كوي۔