کراچی ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان مؤسس محمد علي جناح د لارښودنې صلاحيتونو او بصيرت نه غېر د پاكستان جوړېدل ممكن نه وو۔ د كال 2013ﺀ او نن پاكستان ترمينځھ لوئے فرق دے۔ ټولو سياسي ګوندونو ته بلنه وركوم چې مونږ سره په ګډه انتخابي اصلاحاتو له كار وكړي دغسې چې سباؤن كښې كوم سياسي ګوند د ټګۍ شور جوړ نه كړي۔ په عوامي مركز كښې د اور لګېدو پېښې په سوب كوم مهم ريكارډ سوزېدلے نه دے۔ د بركس اعلاميې څخه د ويرېدو هېڅ خبره نشته۔ مونږ پخپله د ترهګرۍ ختمولو له كالعدم تنظيمونه نه منو۔ په حالاتو كښې د ښه والي په سوب نړيوال كركټ هېواد ته بېرته راغلې۔ مونږ سره داسې يو لارښود كوم ته چې هر څيز تباه او بېړا چپه په نظر راځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د ګل په ورځ د قائد اعظم مزار ته حاضرېدو څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ه ووئيل مزار ته د حاضرېدو مقصد محمد علي جناح ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو وو۔ كه مونږ ته د قائد اعظم مشرتابه ترلاسه شوې نه وه نو شايد د پاكستان وجود كښې راتلل ممكن نه وو۔ قائد اعظم مونږ لپاره د لارې مشال وو۔ ده ووئيل مونږ له به نن د هغه عزم پخلې كول وي د كوم په بنياد چې 70 كاله وړاندې دا هېواد جوړ شوے وو۔ احسن اقبال ووئيل مونږ په تېرو 4 كلونو كښې په نېشنل اېكشن پلان عمل كړې۔ مونږ هېواد څخه كركه او ترهګري ختمولو له كوټلي ګامونه پورته كړي دي او مونږ كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ اوس مونږ نوې چېلنجونو سره مخ يو۔ ترهه ګر د سوشل ميډيا د لارې زمونږ اولس دهوكه كوي ده ووئيل وفاق او صوبائي حكومتونو له به په يوځائې كار كول وي دغسې چې د ترهګرۍ په ضد كومې كاميابۍ ترلاسه شوي دي ضايع نه شي۔ ده ووئيل حالات كښې د ښه والي په سوب نړيوال كركټ هېواد ته راروان دے۔ زمونږ اولس ورته 10 كالو څخه ستركې په لار و۔ ده ووئيل نن د پاكستان په تاريخ كښی تر ټولو زيات سياحت كېږي۔ ده ووئيل تر 2025ء د نړۍ په 25 معيشتونو كښې د پاكستان ودرولو له هڅې كول دي۔ ده ووئيل د ستمبر په 21 مه نېټه ګرده نړۍ كښې د امن نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ ده ووئيل اسمبلي به خپله موده ترسره كړي او اګست 2018 كښې د آئيني مودې ترسره كېدو څخه وروستو به عامې ټاكنې كېږي۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم لندن كښې اېم كيو اېم لندن ګررپ سره هېڅ ملاقات كړې نه دے۔ دې نه وړاندې ده د قائداعظم په مزار حاضري وكړه۔ فاتحه خواني وكړې شوه او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات قلمبند كړو۔